ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین په داسي حال کې پیل شوی چې سږ کال تراوسه پورې په دغه هیواد کې لږترلږه د پولیو ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په پاکستان کې هم پرون ۴۵ میلیون تر۵ کلونو کشرو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو کمپاین پیل شی و.په دغه هیواد کی د روان میلادي کاله له پیله تر دې دمه د پولیو ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
تېره میاشت د افغانستان په څو ولایتونو کې ددغه کمپاین ځینو رضاکارانو ویلي وو،چې دغه بهیرله تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلوم دلیل له امله درېدلی دی.همداراز د پاکستان په ځينو سیمو کې هم لا ګوځڼ ناروغي شته او هر کال ددغه کمپاین په دوام کې د واکسنیشن عملیات ترسره کیږی، البته ځیني سیمې داسې هم شته چې په هغو کې له دغه واکسنیشن پروګرامونو سره بشپړ مخالفت کیږي او ان تر دې چې ددغو عملیاتو پر ډلو او مامورانو حملې هم کیږي او مرګ ژوبلې ورآړوي.